خوش آمدید

جستجو

تبلیغات





    پوهندوی جمعه ګل لورین

    دکابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځی دژبپوهنې استاد

    دشیخ الرئیس بو علي سینا بلخي (مخارج الحروف ) اثر او نوې ژبپوهنه

    سریزه :

    ابن سینا بلخي داسې یو نړیوال شخصیت و چې په نامه نه یوازې مونږ ، بلکې شرق ویاړي ، نړی ویاړی او انسانیت ویاړی .

         دابن سینای بلخي خدای ورکړی استعداد دنبوغ درجې ته رسېدلی و ، په لس کلنۍ کې یې دقرآني علمونو اصول ، ادب ، حساب او جبر المقالې له زده کړې فراغت وموند وروسته تردې یې له حکیم ابو عبدالله ناتلي څخه دمنطق ، فلسفې او هیآت علمونه ولوستل ، له اسماعیل زاهد څخه یې فقه وویله ، بیایې دطبعې علومو خواته مخه شوله او دطب به زده کړه بوخت شو ، په شپاړس کلنۍ کې دسیمې له لویو عالمانو او سترو طبیبانو څخه شمیرل کیده او دمروجو علمونو له تحصیله څخه فارغ شوی و ، به (۲۱) کلنۍ کې یې تالیفات پیل کړل  او دژوندترپایه پورې یې دغه کار پسې وپاله دشیخ الرئیس مؤلفات دوه سوه شل ښوول شوي دي چې له دغو څخه تقریباسل کتابه او رسالې دنړۍ په کتابونو کې خوندي دی ،په دغه خوندي کتابونو کې یو هم د(مخارج الحروف ) رساله ده او کله کله په (اسباب الحدوث الحروف ) او نورو نومونو هم یاده شوې ده .

    مخارج الحروف :

        دغږپوهنې (Phonology ) په تاریخ کې دبوعلي سینا بلخي د ( مخارج الحروف ) رساله دیادونې وړ مقام لري ، ځکه په دې کتاب کې ځینې داسې ابتکارونه شته چې اوس په یوویشتمې پیړۍ کې هم دنوې ژبپوهنې دشاګردانو لپاره دڅېړنې غوره مواد لري . نوموړی کتاب دهېواد او سيمې دنامتو پوهاند ، ارواښاد ،اکادمیسن ،عبدالشکور رشاد له خوا په پښتو ژبه ژباړل شوی دی . درسالې متن دنوښتونو ترڅنګه دعلامه رشاد بابا هغه څیړنې ګروېږنې چې یې ددې رسالې دمقدمې او تعلقاتو په توګه له حاضر متن سره ملې کړې دي . دژبپوهنې او ادب تاریخ دشاګردانو لپاره داستفادې مهم مواد برابروي .

         په کتابي شکل سره د (مخارج الحروف ) دپښتو ترجمې به چاپولو کې دژباړن غرض داو . ګوندې دنوې ژبپوهنې شاګردان په دې بوه شي چې په ختیز کې نژدې زرکاله پخوا دغږ پوهنې (Phonology) په باب دومرې ژورې او دقیقې څیړنې شوي دي چې دشلمې او یوویشتمې پیړۍ دنوې غږپوهنې په څنګ کې یې لا ددرېدلولپاره خپل ځای له لاسه نه دی ورکړی او داتوم په قرن کې لا داروپا په دریو ژبو (جرمني، انګریزي، او روسي ) ترجمه کیږي .

        ( دمخارج الحروف ) رسالې پاړسي مترجم استاد پرویز ناتل خانلري (معجم الادباء ) په حواله ( ابن الجبان ) غوره ګڼی او درسالې دپاړسي ترجمې په مقدمه کې یې کښلي دي .     

          ددې رسالې دیپاچه دهغه ابو منصور محمد بن علي بن عمر بن الجبان په نامه ده چې ابو عبیدعبدالواحد ابن فقیه جوزجاني په (سیرة شیخ ) کې له شیخ الرئیس ابن سینا سره دده مناظره راوړې ده

    درسالې دکښلو اړتیا :

          په ۴۱۴ هـ ق کال کې شیخ الرئیس ابن سینا بلخي داصفهان دواکمن علاؤالدوله په بلنه له همدانه څخه (دصوفیانو به جامه کې پټ) اصفهان ته ولاړ علاؤ الدوله ونازاوه او دده له حیثیته سره سمه وضعه یې ورسره وکړله څوورځې علاؤ الدوله له شیخ الرئیس څخه وغوښتل هره جمعې شپه به دده مجلس ته ورځي او هلته به داصفهان ددربار له پوهانو او ملایانو سره علمي بحثونه کوي.

      ابو عبیدجوزجاني (دشیخ الرئیس شاګرد وایي

         یوه شپه دابو منصور محمد بن علي بن عمر الجبان (یا جباني ) او شیخ الرئیس ترمنځ دعربي ژبې دلغاتو او ادب په اړه مناظره پیښه شوه ابو منصور شیخ الرئیس ته وویل :

          (ته حکیم او فیلسوف یې خو دعربو په ژبه او ادب کې مطالعه نه لرې .ځکه نو دعربي لغتونو په باب ستا خبره سند نه ده )

    دابو منصور الجبان داخبره په شیخ الرئیس درنه پریوتله دابو منصور محمد بن احمد بن ازهر بن صلحه بن نوح ازهري دلغاتو مشهور او جامع کتاب (تهذیب الغه ) یې له خراسانه وروغوښت دوه کاله یې بشپړه دعربي ژبې او ادبیاتو مطالعه وکړله او په عربي لغت او ادب کې یې مهارت دې حد ته ورسیده چې په لسو ټوکونو کې یې د(لسان العرب ) په نامه دعربي لغتونو یو کتاب دری ډېرې خوږې عربي قصیدې یې نظم کړلې او دری رسالې یې په عربي ژبه دعربي ادب د دریو نامتو استادانو . الو الفضل محمد بن حسین مشهور په ابن عمید الوزیر صاحب ، ابوالقاسم اسماعیل الوزیر ابن عباد الوزیر الطالقاني او ابو الحسن ابراهیم ابن هلال بن ابراهیم بین زهرون بن حبون الحراني الصابي په سبک وکښلې ، الجبان ولوستلې ، هیښ پاته شو ، عذر یې وغوښت او په عربي لغت او ادب کې یې هم دابن سینای بلخي تبحر    ومانه ، زمونږ تر بحث لاندې رساله (مخارج الحروف ) یا (اسباب حدوث الحروف ) ابن سینای بخلي ددغه ابو منصور الجبان په ځواب کې کښلې او ده ته یې اهدا کړې ده ۲ څوار لسم

     

    ارزونه :

         بوعلي سینای بلخي درسالې په لومړیو دریو فصلونو کې دعام غږ دپیدا کېدلو لاملونه د ( ویناییزو غږونو ) دپیدا کیدو سببونه او غږیز غړي (حنجره او ژبې ) څیړلې دي . دغه بحثونو ترده دمخه داسلامي دورې دغږ پوهې په کتابونو کې نه موندل کیږي او پر مفرد ومرکب باندې دویناییزو غږونو ویشل هم ددغې رسالې خصوصیت دی .

        ښاغلی استاد خانلري دتاریخ زبان فارسي په (۶۶) مخ کې وایي  دابن سینامفرد ګفتاري غږونه هغه حرفونه دي چې عربي غږپوهانو لکه سیبویه (۱۸۰هـ ق مړ) او نورو (شدید ) بللی دی او دابن سینا مرکب ګفتاري غږونه د دوی (رخوه ) حرفونه دي چې لومړۍ ډلې ته یې په انګریزي کې انسدادي (Stop) او دویمې ته مښن یا مښلي (Fricative) وایي .

    دنوې ژبپوهنې نظریات :

        د Stopاو Fricative دوې نومونې په نوې ژبپوهنه کې په زیږ ډول (شیوه تولید ) چې په انګریزي کې ورته ( Manner of Articulation )وایي اړوندېږي ، او دا هغه حالت دی چې ویند غړي یې دیوه غږ دزیږ پروخت ځانته غوره کوي ، دهغه غږ دزیږ ډول په نامه نومول کیږي .

        الف : Stop یا Plosive  په پښتو تم - انسدادي او په فارسي - دری (انفجاری ، بند شي )ژباړل شوي دي ، دغه راز زیږ دول هله رامینځ ته کېږي چې په یو زیږ ځي کې سره دوه غړي داسې یو له بله اړیکه ومومي چې دګړهار بهیر یوه لنډه شېبه وتړي او هوا تمه شي لکه د پ، ت، ک، ب، د، و او نورو په وینګ (تلفظ ) کې

         ب: Fricative یا Constrictive په پښتو (مښلی یا مښن ) او په فارسي دري سایشي (احتکاکي ) ژباړل شوي دي .

         کله چې په یوه زیږځی کې دوه غړي سره داسې نژدې شي چې دګړهار مجری دیو څه شېبې له مخې دومره تنګه کړي چې له هغې تنګې څخه هوا دتیریدو پر وخت په غړو پورې ومښل شي یا وسولول شي او یو غږ رامنځته کړي ،مښلی ډول تر لاسه کیږي .

        مښلی ډول کله کله دژبې بڼې له مخې پر ناوه یې ( شپیلکي یاصفیري ) او پاشلي ډولو ویشل کیږی لکه د(س) او (ز) دپیدایښت په وخت دپاشلي ډول له پیدایښته سره ژبه ناوه کیږي نه ،بلکې هوا په ټولې تنګې پورې سولیږي لکه د (خ)او(څ) له پیدایښت سره د(س،ش اوف )غږونه هم مښن دي ۹: ۱۲۲-  ۱۲۴

     

         دانګریزي ژبې مښنو غږونو بیلګي په وروستي ډول دي

    [f] په fin  کې

    [v] په van کې

    [Ø] په thin کې

    [ð] پهthis  کې

    [s] پهsin  کې

    [z] په  zoo کې

    [s] په ship کې

    [h] پهhoop  کې  ۷ : ۱۱۷

    ټول تم مښلي غږونه بندیزې (پرمانع ) دي ۱: ۲۵

    یاپه بله وینا تم والی او بندوالی رامنځته کوي . په څلورم فصل کې شیخ الرئیس دګفتاري غږونو ( دده په اصطلاح حرفونو) . حرف عربي کلیمه ده په  لغت کې ( طرف ) څنډې (کنارې) او څوکې معنا لري اصطلاحا دوینا تر ټولو کوچینی صوتي واحد (Phoneme) او دهغه رسم او سمبول ته ( Grapheme) ویل کیږي پخوانیو صرفیانو دکلیمي  هغه اسم یا فعل به نه و حرف باله چې په انګریزي ژبه یې preposition   postposition  بولي - په پښتو کې ورته سربل او اوستر بل وایي.

       حرف دخبرو معنا هم لري ، لکه احمد بامن حرف نمې زند یا ـ حرف شما را قطع کردم . وتونځی ( مخرجونه ) چې په انګریزي ژبه یې point of articulation  بولي او دګفتاري غږونو صفات چې په انګریزي ژبه یې Manner of articulation  بولي دهر حرف لپاره دیو بل پسې راوړي دي او داسلامي دورې دنورو غږ پوهانو ( مجودینو) پر بله نه دي تللي چې یو وار دټولو ګفتاري غږونو مخرجونه څیړي او بیا په بل فصل کې دهغوی صفات بیانوي .

    دګفتاري غږونو ترتیب یې هم له هغه ترتیب څخه چې تر ده پخوانیو اسلامي غږ پوهانو درلود توپیر لري .

    استاد خانلري په دې اړه په تعلیقاتو کې په تفصیل غږیدلی دی .

     

    دنوې ژبپوهنې نظریات :

    دمعاصرې ژبپوهنې مبادي په لومړي ټوګ کې داسې راغلـــــي دي : ( صدایم درپی چیزې مې رود که چشمانم نمی توانند دید ، زبان مې چرخانم و واژهاوانبوهي از واژه ها را در بر مې ګيرم ( والت ویتمن ) ۵ : ۹۰

    دابرخه دګرامر هماغه برخه ده چې یوازي ارزښتناک غږونه ( اوازونه - فونیمونه ) څیړي . څنګه چې دهر اواز پیدایښت له دوه اړخونو ، یا په بله وینه ، دزیږ ډول او زیږ ځي له مخې څیړل کیږي او جوتیږي ، نو دلته له یوې خوا پر دوه ګونو خوله ییز او په پزیز وتوځو سربیره په زیږځیو او له بلې خوا پر زیږډولونو چې په څه زور او شدت یا دغږیزو غړو دپراخۍ او تنګۍ او داسې نورو اغیزو له مخې ترسره کیږي ، رڼا واچول شي . ۶: ۲۳

        په نړیواله کچه دآواز پوهې (phonemics) په څیړنه کې داسې هڅې کیږي تر څو دبشري ژبې دغږونو ټولنیز آرونه یاکلي اصولو نمونې ( ماډلونه ) رابرسېره شي  . دنوموړي څپرکي دویمه غوره موضوع زیږځي او زیږډول دي چې لومړی په زیږ ځي او بیا په زیږ ډول باندې  خبرې کیږي

    ۱ -  زیږځي ( جایګا تولید، واجکاه ، مخرج ) :place of articulation

    دغږیزو غړو هغو برخو ته ویل کیږي چې ژاولنتیا ( ارتجاعیت ) وړتیایې په پرتلیز ډول ډیره وي او څه ناڅه غلي او ناخوځنده وي لکه پاسنۍ ښونډه ، پاسني منځني غاښونه ( مخنی ، منځنی ،وروستنی تالو) او ورۍ ، ستونی او داسې نور لکه بیواک غږونه چې دنوموړو زیږځایونو څخه راوځي دهماغه زیږځي په نامه  لکه شونډیز بیواک ، غاښیز بیواک او داسې نور . ۴: ۳۳

    دمخرج ځانګړنې:

    لیدل کیږي چې بیواک پ [p]،س[s] اوګ[g] غږونو تم مښلي ، تم. ناغږن، ناغږن اوغږن دي مثلا په پښتو کې (درې) وییونه لکه پور[por]،سور[sor]اوګور[gor]دبیلابیلوکلمو ترسرلیک لاندې پیژندل کیږي.

       له دې کبله معلومه شوه چې دهسکو یادشویو کلمو توپیرونکي لاملونه نورې ځانګړنې دي .

    ·        که د[p] بیواک غږ دزیږ ځانګړنو ته پام وکړو ،نوڅرګنده ده چې دهغه دوینګ پرمهال شونډې تړل کیږي

    ·        په داسې حال کې چې د[s] په تولید کې دژبې برنی مخ څه ناڅه غوڅه بڼه غوره کوي .

    ·   دګ [g]بیواک ، باید ووایو چې نوموړی آواز هم تم والی اوبندوالی په نرم تالو کې راولي له دې کبله دمخرج درې ځانګړنې په لاندې ډول دي .

    [p] پ                                                                [s] س                                                                  [g] ګ

     

    غبرګ شونډیز

    voiceless bilabial

     

    تمیز

    exclusive

    ناغږن

    alveolar

     

    اوریز

    fricative

     

    مښلي

    voiceless

     

    ناغږن

    نرم تالویز

    post palatal

    تمیز

    exclusive

     

     

    غږن

    voiced

     

     

     


    ۲  - زیږ ډول . شیوه یا نحوه تولید : Manner of Articulation

    هغه حالت چي ویند غړی یې دیوه غږ دزیږ پر وخت ځان ته غوره کوي دهغه غږ دزیږ ډول په نامه غوره زیږ ډولونه په لاندې ډول دي ۴: ۳۰

    a.    غبرګ شونډیز: ب /b/ ، پ/p/ ، م، /m/ ، او نیمواک (semi vowel)  و/w/

    b.    شونډیز غاښیز : ف/f/ ، وې /v/، روسي /cp/ ،  /b/

    c.    اوریز تالویز: ش /Ŝ/

    d.    مختالویز : ږ/ĝ/ لکه ږلۍ /alǝyĝ/ ، ږدن /dǝnĝ/

    e.    تالویز : ژ /ž/ ، لکه ژبه  ، /ǝbaž/ ژوند  /wandž/

    f.      نرم تالویز : ګ /g/ ، ک /k/ ، ښ  /x/

    g.    ژبۍ ییز : خ  /x/ ، غ /ģ/

    h.    ستونیز : هـ یا ه ، /h/ لکه هیر /her/ ، پوه  /poh/

    i.       کومیز : ع  /?/ ، ح/h/  ، او عربي  /ء/

    لنډه داچې دویناییزو غړو په واسطه دسا هوا بهیر دلارې پر سر دبندیز رامنځته کولو ځانګړنو ته زیږ ډول وایي .

        زیږ ډول کله بیواک او مخرج غوندې چې دژبې دغږونو په جوړولو کې توپیرونکی بنسټیز چار (نقش) لري

    ع[?] بیواک دح ، ه [h] په مقابل کې

    چ[Č] دش [Ŝ] په مقابل کې

    ج [j] په مقابل دژ[ž] کې

    ت، ط[t] دس،ص،ث، [s] په مقابل کې

    او [d] د ز،ذ،ظ،ض [z] په مقابل کې 

    له دې لارې یو له بله څخه توپیریږي  ۸:۳۰

         نړیواله فونیټیکه الفبا (International Phonetic Alphabet )چېت د انترنت څخه راخیستل شوې ده وروستنۍ بیا کتنه یې دمې په (۲۰۰۵) کې شوې ده دنوموړې الفبې (IPA) دبیواکونو(Consonants ) اوډنه دبلخي ابن سینا دزیږځي او زیږډول پربنسټ ترسر شوې ده ۱۱ . ۱۹ of  ۳

       دکتاب په پنځم څپرکي کې دهغو حروفو بیان شوی دی چې دعربو په ژبه کې نشته خوله دغو حرفونو سره ورته والی لري نوموړي حروف (آوازونه ) په لاندې ډول دي .

       سپک ، نری ( خفیف ) کاف ، جیم او درې نور ډوله جيم ته ورته حرفونه (آوازونه) هم شته چې په عربي او پارسي ژبو کې نه دي اوریدل شوي (مګرپه نورو ژبو کې موندل کيږي ) دخوارزمي او ترکي ژبو یادونه دابن سینا په متن کې شته ، خو دنورو ژبو او سیمو ذکر یې نه دی کړی ګومان کیږي چې ابن سینا به دماورانهر ، افغانستان او اوسني ایران ځینې نورې ژبې هم په نظر کې لرلې دځ او څ په شان غږونه ژباړن غالبا دپښتو ژبې بللي دي .

        له دغو غږونو څخه بل صاد /ص/ ، شین /ش/ دی ، بل غږ زائیه سین /س/ دی چې په خوارزمي ژبه کې ډیر شته بل زائي شین دی ، دغه غږونه دغړو په جوش کې هم اوریدل کیږي بل غنه یې (را) دنوموړي غږ نسبت (رې ) او غین ته کټ مټ هغه نسبت دی چې تیر حرف (غږ) زې او شین ته درلود . نور ډولونه یې ( لامي راء)، ( مطبقه راء ) او (طائي راء ) بل مطبقه لام چې په ترکي ژبه کې ډیر دی ، په عربي ژ به کې هم دمشهور لام پر ځای یې کاروي بله یې (فاء ) ده چې په مشابهت کې (باء ) ته نږدې ده دفارسیانو په ژبه کې شته . بله مشدده (باء )( بې ) ده چې په فارسي کې داهم شتون لري دغسې نور حرفونه (غږونه ) یو راز میم او نون دي . ددوی په ادا کې یوازې په هغه بونګهار بسنه کیږي چې دسږمو په وروستۍ تشې کې پیدا شوې وي .۲ :۵۴-۶۰

       په پنځم فصل کې شیخ الرئیس هغه ګفتاري غږونه څیړلې دي چې دعربو په ژبه کې نشته ، ترده پخوانیو اسلامي غږپوهانو دابرخه بيخي هېره کړې ده او که یې لږڅیړنه هم په ضمني توګه کړې وي هغه ددې لپاره وي چې دعربي غږونو التباس زر سره را نه شي او قرآن لوستونکي په غلتی کې کښېــــنوځي ، مګر دشیخ الرئیــس څیړنه په دې باب ځانګړې او مستقله ده او ځینې داسې ګفتاري غږونه یې هم څــېړلي دي چې په اوسنۍ پښــتو کې ژوندي او عربي او پاړسي ژبو کې نشته لکه څ(دپښتو په [څوارلس ]او دخوارزمي په [څوذیس] کې دپاړسي چـــهارده په مانا ) او داسې نور  ۲ اتــلسم

    درسالې شپږم فصل دغږ پوهنې په هیڅ متداول شرقي کتاب کې نه دی لیدل شوی دغه فصل دشیخ الرئیس له نوښتونو (ابتکارانو ) څخه دی .

        همدا راز بیلګې چې بو علي سینا بلخی دآوازونو په اړه چې بې له ویناو څخه دنورو حرکتونو له امله هم اوریدل کيږي نړیوالو ته وړاندې کړې دي چې ساری یې په نوې ژبپوهنې کې هم نه لیدل کیږي نوښتګر ابن سینای بلخي دغږونو په موندنه کې له ډیرو ساده محیطي موادو څخه کار اخیستی دی لکه هوا ، لوندځای ، وچ جسم ،کلک نری  جسم ،زیږ جسم ،څرمن ، دجسم چاودنه ،نم ، له هوا سره  داوبو ګډ بهیدل، کلک پلن جسم ،رطوبت ، سریښناکه رطوبت ، پوکاڼه (حباب ) دپاڼو څیریدل ، یو صیقل شوی وچ جسم ، ږمنځ ، دږمنځې غاښونه ، پوست ټوکر ، کاغذ ، رپنده جسم ، دهوا فشار ، دچکچکو غږ ، ورغوی ، لاس ، ګوته ، رښکۍ (رشمه ) ، لرګی ، تخته ، اوبه ، ونې ، دباد چلېدل ، پاسته سره پیچلي جسمونه ، دمرغانو غږونه او داسې نور ....

    دپورتنیو څیزونو په مرسته پرته له ګړهاري غړو څخه دوروستیو آوازونو اوریدل او موندنه یې ترسره کړیده .

    هاء : هوا چې پخپله په هوا کې په زور وشړله شي ، دها غږ اوریدل کیږي

    عین : هوا چې په اوبو کې په زورسره وشړله شي دعین غږ اوریدل کیږي

    حاء : هوا چې ترلانده ، پلن او تنګ ځای ووځي دحاء غږاوریدل کیږي

    خاء : یووچ جسم له بل کلک (په پنډوالي)نري اوپه (اوږدو ) کش کړي شوي جسم سره داسې وموښل شي چې زیږوالی یې لیرې کړي.

    قاف  دجسمونو له چاودلو اوپه یوه پلا راایستلو څخه په تیره بیا چې لږ نو(نم) ولري دقاف غږ چاودلو څخه دکاف غږ پیداکیږي.

    جیم پررطوبت له لویدلو څخه دجیم غږ پیداکیږي لکه داوبو غټ څا څکي چې په زور سره په ولاړه اوبو کې ونښلي اوپه  کې ننوځي.

    شین : دوچو اجسامو په تنګو سوریو کې په زور سره رطوبتونه ننوځي دشین غږ اوریدل کیږي .

    ضاد : درطوبتونو دلویو کوبیو (حباب) له چاودلو څخه ضاد غږ اوریدل کیږي

    صاد : د سرېښناکو رطوبتونو دغټوکوبیو (حباب) له چاودلو څخه  یاد کوم ټکر له ا مله دپاڼو په منځ کې دهوا دننوتلو اودپاڼو له داسې څیرلو څخه دصاد غږ پیداکیږي .

    سین : دږمنځې غوندې شي په غاښونوکې (پوکول) (یاپه دغوغاښونوکې په زور سره دهوانفوذ کول دسین غږ پیداکوي .

    ثاء : که دږمنځې غوندې شي غاښونه (په زورسره نژدې کړل شي ) نودثا‌‌‌ء غږ اوریدل کیږي .

    طاء : دچکچکو غږ دي ( په دې شرط) چې ورغوی څه ژوروي اویوله بل سره ونه ولګیږي .

    تاء : ورغوی دهغه لاس ( په منځوۍ ) ګوته په زور سره وهل دتاء غږ ورکوي .

    را‌ء : رښکۍ چې په یوه شي پورې داسې کلکه تړلې وي چې ورځنې خلاصه نه شي او (تندباد) په مخ کې راشي ددغې رښکۍ له لړزیدو څخه د(رې) غږ راخیژي.

    لام : اوبه په لاس وهل یاګوته په زورسره په اوبوداسې چخل چې هوا په اوبو ننوځې اوبیرته راوغورځي .

    یاء : په یوه پلا دیو شي په اوبو کې ناڅاپه داسې لویدل چې هوا له ځانه سره په اوبو ننه باسي .

    فاء : په (ونو) یادونو غوندې شیانو دباد دچلیدلو غږ دفاء (فې) آواز ته ورته دی.

    باء : پاسته  سره پیچلي جسمونه چې یوله بله جلا کیږي دباء (بې) غږ ځنې راوځي.

    نورغږونه هم شته چې لیکل کیږي نه - اوله سختو (درندو) اوسپکو سببونو څخه پیداکیږي دغسې زیاتره غږونه له مرغانو څخه اوریدل کیږي، دځینو قومونو داسې ژبې هم شته چې دمرغانو غږونو ته ورته (مشابه ) دي . ۲ : ۶۲ - ۶۹

    پایله :

    دنوې ژبپوهنې شاګردان باید پدې پوه شي چې نږدې زر کاله پخوا په ختیځ کې دغږ پوهنې (Phonology) په اړه دومره ژورې څیړنې شوې دي چې دشلمې اویوویشتمې پیړي دنوې ژبپوهنې په څنګ کې یې خپل ځای ځایګی ټینګ ساتلی دی .

    دابن سینا مخارج الحروف اثر دملګرو ملتونو دمنشور په دریو رسمي اروپایي (جرمني ،انګریزي او روسي ) ژباړل شوی دی .

    داډول بحثونه تر بوعلي سینا بلخې دمخه داسلامي دورې دغږ پوهنې په کتابونو کې نه موندل کیږي .

    دزیږ ډول له مخې دویناییزو غږونو ویشل پرتم - انسدادي(stop) یا (plosive) اومښلي - سایشي (fricative) یا (constrictive ) باندي ، دابن سینا اثر  ته ځانګړی ارزښت وربښي .

    همدا راز زیږځي (place of articulation ) اوزیږ ډول (manner of articulation) دغږ پوهې بنسټیزه اواساسې مسئله ده ، په دې توګه په نړیواله کچه داواز پوهې په څیړنو کې داسې هڅې کیږي ترڅو دبشري ژبې غږونو دکلي  اصولو ما‌‌ډلونه رابرسیره (کشف) شي . ۱۰ : ۵

    نړیواله فونیټیکه الفباء (International Phonetic Alphabet) (IPA) چې دنړیوال جال (انټرنټ) څخه رااخیستل شوې ده وروستنۍ بیاکتنه یې د (May) په ۲۰۰۵ م  کال تر سره شوه .

    دنړیوالې فونیټیکې الفبې (IPA) دبیواکونو (Consonant) اوډونه (ترتیب) دابن  سینا  دزیږځي (Point of articulation) اوزیږډول (Manner of articulation) پربنسټ دیوویشتمې پیړۍ دپنځم کال په تیریدو سره کیدون لري چې دې کار نوموړي اثر ته نړیوال حیثیت اواعتبار وربښلی دی .

    داسې ښکاري چې شیخ الرئیس دغږپوهې په څیړنو کې دعربي ژبې له پولوڅخه وځي اودخپلو څیړنو لمن نورو داسې ژبو پورې پراخوي لکه : پښتو، پاړسي ، خوارزمي ، ترکي اوداسې نورې چې دترکي ، خورازمي ژبو یادونه دابن سیناپه متن کې راغلې ده ، مګر دنوروژبو اوسیمو ذکر یې نه دی کړی.

    درسالې شپږم څپرکی دشیخ الرئیس له نوښتونو څخه ګڼل شوی دی . ځکه دغږ پوهنې په هیڅ ختیز متداول کتاب کې اونه په نوې ژبپوهنه کې داډول کړندود تر سترګو شوی دی .

    اخځلیک :

    ·        انتخابي ، نرګس ، شیر خان زاده مصطفی ، رهنمای تلفظ زبان انګلیسي ، فرهنګ معاصر ، تهران ۱۳۸۲

    ·   بلخي ابوعلي سینا ، مخارج الحروف ، ترجمه ، مقدمه او تعلیقات دپوهاند عبدالشکور رشاد ، دافغانستان دعلومو اکاډمي ، دژبو او ادبیاتو انستیتیوت ، کابل ۱۳۵۹

    ·        حق شناس علي محمد ، آواشناسي (فونیټیک ) ، اګاه ، تهران  ۱۳۸۲

    ·   حق شناس علي محمد، اوا شناسي (غږپوهه ) ، پښتوژباړه ، لورین جمعه ګل ، کابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځی پښتو څانګه ، کابل ۱۳۸۵ لمریز کال

    ·   دابروولسکي مایکل، ارنف مارک ، درآمدې بر زبان شناسي معاصر جلد اول ، ترجمهء علی درزي ، سازمان مطالعه وتدوین کتب علوم انساني دانشګاهای (سمت) تهران : ۱۳۸۰

    ·        زیار مجاور احمد ، پښتو پښویه (ګرامر ) ، دانش خپرندویه ټولنه ، اکسفورډ : ۲۰۰۵

    ·   کریستال ډیویډ ، فرهنګ توصیفي آوا شناسي ، ترجمه محمد فائض ، خلیل میرزایي ، موسسه انتشارات نګاه ، تهران : ۱۳۸۲

    ·        مشکوة الدیني مهدي ، ساخت آوایي زبان ، دانشګاه فردوسي مشهد ، مشهد : ۱۳۷۷

    ·        یار محمد لطف الله ، درآمدې به آواشناسي ، مرکز نشر دانشګاهې ، تهران : ۱۳۶۴

    ·        McMahon . April . Introduction to English Phonology , Edinburgh university press : 2002

    ·        http//en. Wikipedia.org./wiki/.International Phonetic Alphabet : 2007 /05/30


    این مطلب تا کنون 13 بار بازدید شده است.
    منبع
    برچسب ها : کیږي ,داسې ,سینا ,الرئیس ,غږونه ,غږونو ,مخارج الحروف ,اوریدل کیږي ,دنوې ژبپوهنې ,دشیخ الرئیس ,سینای بلخي ,international phonetic alphabet ,دنوې ژبپوهنې نظریات ,دنوې ژبپوهنې شاګردان ,مخارج الحروف رساله ,

تبلیغات


    محل نمایش تبلیغات شما

پربازدیدترین مطالب

آمار

تبلیغات

محل نمایش تبلیغات شما

تبلیغات

محل نمایش تبلیغات شما

آخرین کلمات جستجو شده