خوش آمدید

جستجو

تبلیغات





    د ژبپوهنې په اړه لنډ مالومات                                                      

                                                    لیکنه او راټولونه احسان الله پامیر

    ژبپوهنه په دوه برخو ويشل شوې ده:

    1. نظري ژبپوهنه =   Theoretical linguistics
    2. تطبيقي ژبپوهنه= Appling linguistics

     

    نظري ژبپوهنه (  Theoretical linguistics):

    نظري ژبپوهنه د ژبپوهنې هغه څانگه ده چې په هغې کې ژبني پرنسيپونه ، اصول او قواعد څيړل کيږي چې د نړۍ په ټولو ژبو د تطبيق وړ وي.

    تطبيقي ژبپوهنه( Appling linguistics):

    هغه معلومات چې د نظري ژبپوهنې په واسطه منځ ته راغلي وي تر تطبيق لاندې نيول او له هغه څخه عملا  ګټه اخيستل دي.

    له بله پلوه د تاريخي تحولاتو په نظر کې نيولو او يا نه نيولو له مخېنظري ژبپوهنه په دوه لويو برخوويشل شوې ده.

    1. Diachronic linguistics= Historical linguistics
    2. Synchronic linguistics= Descriptive linguistics

     

    تاريخي ژبپوهنه(Diachronic linguistics):

    چې په فارسی کې ورته زبانشناسي در زماني او په پښتو کې ورته نا هممهاله ژبپوهنه ويلای شو او تاريخي ژبپوهنه (Historical linguistics)هم ورته وايي .دا هغه ژبپوهنه ده چې د يوې ژبې يا ژبو تاريخي تحولات په نظر کې نيسي.

    تاريخي ژبپوهنه بيا يوه بله مهمه څانګه لري چې د  پرتليزې ژبپوهنې(په انگرېزي Comparative linguistics)) په نامه يادېږي ، دغه څانګه د بیلابیلو ژبو تر پرتلنې وروسته د ژبو تاريخي آر، قدامت او اړيکمني تر څیړنې لاندې نیسي.

     

     

     

    تشريحي ژبپوهنه(Synchronic linguistics):

    دې ژبپوهنې ته  په فارسي کې تشريحي ژبپوهنه  (Descriptive linguistics) يا زبانشناسي همزمانی او په پښتو کې ورته هممهاله ژبپوهنه وايي .

    د يوې ژبې تشريحي او غير تاريخي مطالعه ده چې يوه ژبه(Language) په يو ټاکلې زمانه کې پرته له تاريخي تحولاتو په نظر کې نيولو سره تر مطالعې لاندې نيول کيږي.

    دتشریحي ژبپوهنی غوره څانگې په لاندې ډول دي

    1. 1.    Phonetics غږ پوهه يا اواز شناسي
    2. 2.    Grammar پښويه يا صرف او نحوه
    3. 3.    Lexicologyوييپوهنه يا واژه شناسي
    4. 4.    Etymology آر پوهه يا ريشه شناسي
    5. 5.    Semantics مانا پوهه يا معني شناسي
    6. 6.    Dialectology گړدود پوهه يا لهجه شناسي

     

    ۱      غږپوهنه(Phonetics):

    غږ پوهنه یا فونولوژي د دوه کلیمو څخه رغېدلې کلمه ده ، چې فون د غږ او لوژي بيا د پوهې معنی ورکوي همدارنګه فونولوژي د ګرامر د مقدمې په توګه هغه برخه ګڼل کېږي، چې يوازې  د ژبې ارزښناک غږونه(فونيمونه) تر څېړنې لاندې نيسي.

     

    د فون (Phone) تعريف:

    په ژبپوهنه کې يوازې او يوازې يو ويز غږ ته فون ويل کيږي.فونيتکس په فون باندې بنا دي او د فونيتکس خام مواد فون دي. چې ثبتول يې د ژبو د لابراتوار او تخنيکي الاتو په مرسته منځته راځي. د فون اصطلاح يوه فزيکي پيښه ده چې د هر ويز غږ لپاره استعماليږي يعنې په دې پسې نه گرځي چې څنگه د يوې خاصې ژبې په جورښت کې ورڅخه کار واخستل شي.

     

    فونيم (Phoneme):

    فونيم تر ټولو کوچنی غږيز يا فونولوژيکي واحد ته ويل  کيږي چې په جلا توگه مانا نه ورکوي ليکن کله چې يو ځای شي مانا لرونکي الفاظ جوړوي او په مانيزو توکو کې مانيز توپير راولي.

    مثلا: ا- و – ر په جلا توگه هيڅ مانا نلري خو کله چې سره يو ځای شي د اور (or)کلمه ترې جوړيږی.

    د پور کلمه چې قرض مانا لري نو کله چې مور د پور کلمه د تور کلمې ته واړو مانا يې بدليږي ؛ نو دا ثابته شوه چې فونيم په مانا لرونکي الفاظ جوړوي او په مانا لرونکو توکو کې مانيز توپير راولي.

    د فونيم په باب هغه فکر هغه وخت پيدا شو چې انسانانو د خپلو ژبو د ليکلو له پاره د تصويرونو پر ځای د الفبا څخه کار واخيست خو د فونيم د تيورۍ د منځ ته راتلو په باره کې د لومړي ځل له پاره جان بادوين  په زړه پورې پلټنې وکړې.

    نوموړی اصلاْ  د پولند و ، په ځوانۍ کې له هغه ځايه د روسيې پېترزبورګ(اوسني لېننګراد) ته ولاړ ، له ۱۸۷۵ څخه تر ۱۸۸۳ د ګازان پوهنتون د پروفيسر شو  او هلته یې د ژبپوهنې يو پوهنځی تاسيس کړ.

    ده د فونيم د تيورۍ د اساساتو په باره کې د ۱۸۷۰ په شاوخوا کې زياتې څېړنې وکړې او د لومړي ځل له پاره یې د فونيم کلمه په روسي کې (fonema) په هماغه مانا چې اوس استعمالېږي ، استعمال کړه او له فون(phone) يعنې خاص غږ (special sound) يا وييز غږ چې په روسي کې ورته (zvuk) وايي ، څخه توپير وکړ.

    له بلې خوا په همدغه وخت کې انګليسي پوه لويټ هم د فونيم د تيورۍ په باب پلټنې کولې خو هغه د فونيم کلمه نه ده استعمال کړې ، ده  يوازې فونيميکي ليکنه او فونيټيکي ليکنه سره جلا کړه چې لومړۍ ته یې پراخه ليکنه (Broad Transcript) او دويمې ته يې تنګه ليکنه (Narrow transcript) وويلې . د فونيم په باره کې ځينو نورو ژبپوهانو لکه جاکوبسن او بلوم فيلد او نورو هم ډېرې پلټنې کړې دي.

    بايد ووايم چې پښتو ژبې په لومړي سر کې ځانته ځانګړې الفبا او ځانګړی د ليکدود ډول درلود چې د خروشتي ليکدود په نامه يادېده خو کله چې د اسلام دين په افغانستان کې خپور شو د ليکدود دغه ډول عربي ليکدود ته واوښت.

    د پښتو اوسنی ليکدود د عربي الفبا پر اساس جوړ شوی . د عربي الفبا په چوکات کې د پښتو اوازونو له پاره توري ډېر پخوا جوړ شوی ځکه پښتو ژبه وه او ليک به یې هم و. خو د ځينو رواياتو له مخې په هجري څلورمې پېړۍ کې جوړ شوی دی په دې باب قاضي خير الله په (خير الغات) کې داسې ليکلی دي،چې : د سلطان محمود په زمانه کې د ده د يوه وزير حسن ميمندي په خاصه اشاره قاضي سيف الله د پښتو د غږونو له پاره توري جوړ کړه چې هغه (ټ،ډ،ړ،ڼ، ښ،ږ،څ،ځ) دي، او دغه ترتيب رواج وموند. ژبښودنه هم د ليکدود په بحث کې د (مراعت الانساب) په حواله د سلطان محمود د وزير حسن ميمندي په اشاره د پښتو  تورو جوړونکی قاضي سيف الله ګڼي.

     

     

    ۲        پښويه(Grammar):

    ګرامر د يوې ژبې علمې شرحه ده ، او  لاندې درې څانګې لري:

    1. فونولوژي(Phonology)
    2. مورفولوژي(Morphology)
    3. نحو(Syntax)

    د يادونې وړ ده چې د ځينو محققينو په اند وييپوهنه هم د ګرامر څلورمه څانګه ګڼل شوې ده خو موږ یې د تشریکي ژبپوهنې بیله  برخه بولو .

     

     

     

    ۳  وويپوهنه(Lexicology):

    وییپوهنه(Lexicology)د ژبپوهنې هغه څانگه ده چې د یوې ژبې یا ژبو د لغتونو بیلابېل (شکلي،معنوي، منشایي)اړخونه څېړي ؛ د ژبپوهنې دا برخه ځینی پوهان تر غږپوهنی – گړپوهی – غونډله پوهې وروسته د گرامر څلورمه برخه بولي او ځینی نور یې د ژبپوهنې یوه بېله څانگه بولی.

     

    ۴         آرپوهنه(Etymology):

    ایتیمولوژی ( آرپوهنه ) یوه لرغونی یونانی کلمه ده چی ( ایتیمو ) یی د رښتینوالی ، واقعیت ، صحیح ، درست او باور په مانا ، او ( لوجی ) یی د علم او پوهی په مانا راځی . محترم زیار صاحب چی د اوسنی ژوندیو پښتو ژبپوهانو په ډله کی یی پدی اړوند ډیری څیړنی کړیدی ، دده په لیکنو کی ایتیمولوجی د ( آرپوهنی ) پنامه یاده شویده چی ښایی موخه به یی د لغاتونو د لومړنۍ اصلی ریښی سپړل وی . داهغه څه دی چی د ایتیمولوجی د لرعونی یونانی مفهوم سره سمون لری .

         آرپوهنه دا د لغاتونو د ریښی پیژندنی هغه علم دی چی دیوی ژبی د لغاتونو تاریخ څیړی . په نورو کلمو سره ویلای شو چی ددی علم د متودونو په مټ د یوه لغات داسی اړخونه تر څیړنی لاندی نیول کیږی لکه : لغات کله او د کومی سرچینی د لاری و نوموړی ژبی ته راننوتۍ دی ، د وخت په تیریدو سره یی په بڼه او مانا کی کوم بدلونونه منځته راغلی دی . دا ټول هغه څه دی چی یوازی د آرپوهنی د علمی شننو او تاریخی – مقایسوی متودو پر بنسټ تر سره کیږی . کله چی لا د آرپوهنی علمی متودونو پوره وده نه وه کړی ، اکثره وختونه د لغاتونو ریښی د حدس وهلو او خیال له مخی پیداکیدلی . دبیلګی په توګه په ۱۸ پیړۍ کی د تریدیاکوفسکی پنامه یو روسی ژبپوه پدی باور وو چی د ( ناروی ) هیواد نوم د روسی کلمی ( نارویخیا Нарвихия ) څخه ریښه اخلی چی مانا یی لوړوالۍ دی او داځکه چی د ناروی هیواد د دنیا د نقشی په لوړه برخه کی پروت دی . ده همدارنکه فکر کاوه چی د ایټالیا نوم هم روسی ریښه لری چی د ( اودالیا Удалия ) څخه اخیست شویدی او دا بیا د ( لیری ) مانا ورکوی ، داځکه چی د ایټالیا هیواد له روسیی څخه خورا لیری پروت دی .

    ۵    مانا پوهه يا معني شناسي    Semantics

                د عمومي سیمانتیک پوهانو د مطالعې موضوع عموماً د یوه انسان په سلوک باندې د بل انسان د ژبې او سلوک تأثیر دی دوی دا څیړي چې ولې او څنګه عین لغتونه او سلوکونه د مختلفو اشخاصو په نظر داسې مختلفې ماناوې لري چې زیاتره وخت د خبرو اترو نتیجه اشتباه او ناوړه مفاهمه وي.

    ۶        ګړدود پوهه(Dialectology):

    ژبپوهنه مختلفی څانگی لری چی تر ټولو مشهوره څانگه یی د تشریحی ژبپوهنی په نامه یادیږی . گڔدود پوهنه له اره د تشریحی ژبپوهنی یوه غوره څانگه ده او داسی یو علم چی د یوی ژبی د جامع نظام فرعی نظامونه څیڔی . لکه څنگه چی لیدل کیږی هره ژبه ځانته گڔدودونه لری . پښتو ژبه هم د نورو ژبو په څیر په بیلابیلو سیمو کی د ویونکو د موجودیت له امله ډیری لهجی لری . دا ځکه چی ژبه د گڔدودونو له مجموعی څخه تشکیلیږی .

    د ګړدود لغوي تعريف:

    پښتو گړدود ، پارسی گویش او عربی لهجه د پرنگی نومونی دیالکټ ( Dialect ) ژباړی دی ، چی له یونانی ژبی څخه ( Dialkhtos) (خبری اتری وینا ډول څخه د نړۍ  ډیرو ژبو ته په لږ او ډیر توپیر ورغلی دی .

    د ګړدود اصطلاحي تعريف:

    کوم ځانگړی توپیرونه چی د یوی ژبی د ویونکو له خوا لیدل کیږی . د هغی ژبی بیلابیل گړدودونه د ی . په بله وینا د یوی ژبی هر ویونکی د دغی ژبی د یوه گړدود ښکارندویی کوی او یو له بله سره د بیلابیلو بیولوژیکی ، سوسیالوجیکی او جغرافیایی دریځونو په لرلو سره  د هماغی یوی ژبی په استعمال او کارونه کی توپیر لری . مگر څرنگه چی دا فردی توپیرونه په خپلو مینځو کی دومره لری نه وی ځکه نو دی هر یوه ته مونږ ډیالکټ نه بلکی ایډیالکټ ( Ideolect ) ، ( فردی لهجه ) وایو او په دی ډول له دغو فردی ایدیالکتونو هماغه ډلی په پام کی نیسو چی یو راز گډ سیمه ایز یا ټولنیز خصوصیت ولری ، نو همدا علت دی چی وایو د پلانی سیمی ډلی یا د ټبر گړدود . په لنډه توگه ویلای شو گړدود یا لهجه د یوی ژبی هغه ځانگړی بڼه ده چی په یوی ټاکلی جغرافیایی سیمی ، تاریخی دوری یا ټولنیز قشر يا طبقی پوری اړه لری .

     


    این مطلب تا کنون 12 بار بازدید شده است.
    منبع
    برچسب ها : ژبپوهنه ,مانا ,linguistics ,فونيم ,پښتو ,ژبپوهنې ,نظري ژبپوهنه ,تاريخي ژبپوهنه ,توپير راولي ,مانيز توپير ,الفاظ جوړوي ,مانيز توپير راولي ,لرونکي الفاظ جوړوي ,مانا لرونکي الفاظ ,ژبپوهنه appling linguistics ,

تبلیغات


    محل نمایش تبلیغات شما

پربازدیدترین مطالب

آمار

تبلیغات

محل نمایش تبلیغات شما

تبلیغات

محل نمایش تبلیغات شما

آخرین کلمات جستجو شده